Language

میدان وردګو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د میدان وردګو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت د سیداباد‌ ولسوالۍ اړوند د دوو ترافیکي پېښو له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د میدان ورګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښې نن غرمه مهال د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابلکندهار پرلویه لار د هفت‌اسیا او دشت‌ټوپ په سيمو کې د پاسو او سراچې، ټوډي او سراچې موټرو د ټکر له امله پېښې شوې دي.

سرچېنې لیکلي چې په دغو پېښو کې یوې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې د یادو پېښو ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.