کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د برېکس په ۱۶مه ناسته کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ته رسېدلی دی.
ټاس خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د تاتارستان د دولتی شورا رییس فرید موخامتشین د کازان په نړۍوال هوایي ډګر کې د ګوترش هرکلی کړی دی.
راپورونه ښیي چې ګوترش به په دغه ناسته کې په منځني ختیځ کې د کړکېچ ډېرېدو په تړاو د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره هم وګوري.
د راپورنو بربنسټ، ګوترش به د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدنه وکړي.
د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنه کازان له پرون (سهشنبې) تر پنجشنبې د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې لپاره د نړۍ د مشرانو کوربه دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن