ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې جوګیان: اسلامي امارت دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې راکړي

کابل کې جوګیان: اسلامي امارت دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې راکړي

author avatar
23 Oct 2024 - 18:10
کابل کې جوګیان: اسلامي امارت دې د کورونو جوړولو لپاره ځمکې راکړي
author avatar
23 Oct 2024 - 18:10

کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): کابل ښار کې د جوګي قوم یو شمېر کورنۍ له سرپرست حکومته د کورونو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي، له دغو جوګیانو یو وایي: «د ډوډۍ سوالګر خو یو خو د کور سوالګر دې نه یو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وویل، ا.ا د هېواد ټولو وګړو ته په یو نظر ګوري، دی به د هغوی غږ مسوولینو ته ورسوي او هیله ده چې اړتیاوو او ستونزو ته یې رسېدنه وشي.

جوګیان په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ژوند کوي.

د کمپنۍ ریګرېشن سیمه هغه ځای دی چې د جوګیانو ۳۰ کورنۍ په خټینو کورونو کې اوسېږي.

دغه جوګیان وايي، ډېر پخوا له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو افغانستان ته راغلي، ډېر کلونو یې په کندوز کې تېر کړي، خو شاوخوا ۲۰ کاله مخکې یې د جنګونو او ناامنیو له امله دغه ولایت پرېيښی او کابل ته راغلي، خو له هغه مهاله تر دې دمه د اوسېدو لپاره دایمي استوګنځي نه لري، کله د دغه ښار په یوه ځای او کله په بل ځای کې اوسېږي.

د جوګي قوم یوه ښځه نجلا چې له خپلو شپږو اولادونو سره د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې په یوه زړه خونه کې ژوند کوي، د ځان او نورو جوګیانو لپاره د اوسېدو لپاره د دایمي ځای غوښتنې ترڅنګ وویل: «د ډوډۍ سوال خو کوو چې د ځای سوال خو ونه کړو، له حکومته غواړو چې موږ ته دې ځمکه راکړي.»

د هغې په خبره، په دې سیمه کې چې اوسېږي، د څښاک اوبو نل نشته او د خپلې اړتیا وړ اوبه له یوه عمومي نله چې د دوی د اوسېدو له ځای سره نږدې دی راوړي، برېښنا هم نه لري، خو ځینې کورنۍ د خپلو خونو روښانه کولو په موخه له سولري برېښنا استفاده کوي.

هغې چې له بې‌وزلۍ، تنګلاسۍ او بې‌کارۍ کړېږي په ژړغونې غږ وویل: «د کرزي د حکومت پر مهال له کندوزه کابل ته راغلو، کار نه و، خاوند مې ایران ته تللی خو تر اوسه له هغه هيڅ معلومات نه لرم چې مړ دی که ژوندی.»

نجلا وایي چې د خلکو په کورونو کې صفاکاري کوي، کومې پیسې چې له دې لارې ترلاسه کوي، د خپلې کورنۍ اعاشه پرې برابروي.

نوموړې له جوګیانو سره د خلکو له  ناسم چلنده شکایت وکړ، ویې ویل: «موږ ته خلک وایي چې ستاسې سړي ولې کار نه کوي، موږ ته توهین کوي، دا چې حکومت موږ ته کار راکړي، زموږ سړي هم دومره بې‌غیرته نه دي چې کار ونه ‌کړي او موږ ښځې دې ولاړې شو او خلکو ته  لاس اوږد کړو، دولت باید موږ ته کار راکړي ترڅو به مو خلکو ته لاس اوږد وي، څو به مو سړي په کور وي.»

ورته مهال، د جوګي قوم یوه بله ښځه زهرا چې په دې سیمه کې له خپل خاوند او ۱۲ اولادونو سره اوسېږي، له اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د دایمي ځای له نشتوالي شکایت لري وایي: «کله چې کابل ته راغلي، کله په یوه او کله په بله سیمه کې اړوي، کله په خېمو کې اوسیږي او کله ځان ته خټینې خونې جوړوي.

هغې وویل: «دا دولتي ځمکه ده چې ژوند په کې کوو، لومړیو کې چې راغلو، دلته د کثافاتو یوه ژوره کنده وه خو له پاکولو وروسته مو وکولای شول چې یوه خټینه کوټه پرې جوړه کړو.»

نوموړې وویل، د کار نشتوالي له امله یې خاوند په کور دی، دا د خلکو په کورونو کې کالي مینځي او اولادونه یې په بازار کې توکي پلوري.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې د دوی ستونزو هوارولو برخه کې مرسته وکړي او یوه ټوټه ځمکه دې ورکړل شي څو هلته په دایمي توګه ژوند وکړي.

ورته مهال، د کابل ښار د کمپنۍ  په ریګرېشن سیمه کې د جوګیانو قوم استازي حاجي دستګیر چې له خپلو ۱۳ زامنو، ۸ لوڼو او دوو ښځو سره یوځای ژوند کوي وویل چې په لومړیو کې یې نیکونه له تاجکستان او ازبکستان هېوادونو څخه کندوز ولایت ته راغلي، ډېر کلونو یې په کندوز کې تېر کړي خو شاوخوا ۲۰ کاله مخکې یې د جنګړو او ناامنیو له امله دغه ولایت پرېيښی او کابل ته راغلي چې کله د دغه ښار په یوه سیمه او کله هم په بله سیمه کې اوسېدل.

نوموړي د خپل اوسېدو ځای ته په اشاره وویل چې دوی ته د ژوند هیڅ اسانتیاوې برابرې شوې نه دي.

هغه چې له اسلامي امارته غواړي ځمکې ورته ووېشي زیاته کړه: «موږ جوګيان هغه خلک یو چې خپل اصلي جایداد نه ‌لرو، هر ځای ته چې ځو او یو څو ورځې تېروو بیا مو چې خلک پرې نه ږدي، بل ځای ته ځو.»

د هغه په خبره، رېګرېشن سیمه کې مېشتو جوګیانو پر دولتي ځمکه خپلو ځانونو ته له خټو کورونه جوړ کړي، خو دا سیمه لازم امکانات لکه برېښنا او داسې نور څه نه لري.

نوموړی وايي چې په یوه ځای کې د نه اوسېدو له امله ډېری جوګیان د زده‌کړو له نعمته بې‌برخې دي.

حاجي دستګیر له جوګیانو سره د خلکو پر دوه‌ګوني چلند نیوکه وکړه ویې ویل چې خلک دوی ته د قدر په سترګه نه ګوري او د سوالګرو خطاب ورته کوي.

هغه له دې چې نه‌ شي کولای خپلې جنازې په هره هدیره کې خاورو ته وسپاري شکایت لري او وايي، خلک مو نه پرېږدي چې په عمومي هدیرو کې مړي خښ کړو، پرته د بادام باغ له هدیرې چې دولتي ده.

ورته مهال، په یاده سیمه کې د جوګي قوم یو بل کس جواد هم ورته شکایت لري او هغه هم له بی‌کارۍ او بد اقتصادي وضعیته ځورېږي.

هغه هم د خپلو جوګیانو لپاره د ځمکو غوښتنه وکړه.

پژواک خبري اژانس په دې سیمه کې له څو نورو جوګیانو سره هم خبرې کړې چې له اسلامي امارت یې ورته غوښتنې درلودې.

ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک ته وویل چې ا.ا د افغانستان ټولو وګړو ته په یو نظر ګوري، تفکیک او تفاوت قایل نه دی.

هغه دغه‌راز زیاته کړې چې د جوګیانو په ګډون د افغانستان  ټول خلک  په هېواد کې د ژوند کولو حق لري او د هېواد د وکړو په توګه ګڼل کېږي.

هغه وایي: «موږ د دوی غږ مسوولینو ته رسوو، هیله‌من یو چې ژر زموږ د دغو هېوادوالو اړتیاوو او ستونزو ته رسېدنه وشي او دغه‌راز محروم پاتې نه شي.»

مجاهد زیاته کړه: «موږ ځان ملزم بولو چې د ټولو وګړو او هغو افغانانو چې دلته ژوند کوي، حقونو ته رسېدنه وشي….. اسلامي امارت ځان ملزم بولي چې د دوی غږ دې واورېدل شي.»

مجاهد له جوګیانو غواړي چې غوښتنو ته یې د رسېدنې په موخه د کابل ولایت مقام او د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته مراجعه وکړي.

Views: 29

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.