مزارشریف (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، له مزارشریف څخه دغې ولسوالۍ ته غځیدلي سړک د خرابوالي له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.
هغوی وايي، ډېر کله داسې هم شوي چې د درملنې په موخه ښار ته د ناروغانو د لېږد پر مهال د سړک خرابوالي له امله هغوی په لار کې ساه ورکړې.
بلخوا، د یادې ولسوالۍ چارواکي هم د خلکو ستونزې مني او وایي چې ډېر ژر به د دغه سړک د جوړېدو عملي چارې پيل شي.
د چهارکنت ولسوالۍ اوسېدونکي ګلنظر پژواک ته وویل چې له مزارشریف څخه دغې ولسوالۍ ته د غځیدلي سړک خرابوالي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
هغه زیاتوي چې د دغه سړک په اوږدو کې ډېری کوچني پلونه نړیدلي او له حکومته د دغه سړک او پلونو د جوړېدو غوښتنه کوي.
نقیبالله د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هم وایي چې د دغه سړک خرابوالي له امله خلک د تک راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ دي او د ژمي پر مهال دغه ستونزې څو برابره ډېرېږي.
هغه زیاتوي چې ډېر کله داسې هم شوي چې د درملنې په موخه ښار ته د ناروغانو د لېږد پر مهال د سړک خرابوالي له امله هغوی په لار ساه ورکړې.
د دې لارې یو موټر چلوونکی عباس هم شکایت کوي چې پر دې لار له فلانکوج او جیپ موټرونو پرته نورو موټر تګ راتګ نه شي کولای او له حکومته غوښتنه کوي چې د دغه سړک جوړېدو چارې پیل کړي.
بلخوا، د چهارکنت ولسوال صفتالله خالد هم د خلکو ستونزې مني او د حل ډاډ ورکوي.
هغه وایي: «رښتیا هم دې ولسوالۍ ته غځیدلی سړک ډېر خراب دی خو اسلامي امارت لکه څنګه چې نورو سیمو کې رغنیزې او پراختیایي پروژې پیل کړې دي ډېر ژر به د دغه سړک د جوړېدو عملي چارې پیل کړي.»
چهارکنت د بلخ له مرکز مزارشریف ښار څخه شاوخوا پنځوس کیلومتره لرې ولسوالي ده چې خلک یې د سړک خرابوالي سربېره روغتیایي او یو شمېر نورو خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.
Views: 34
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP