کابل (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۳): کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سینمایپامیر سیمه کې چاودنه شوې اومرګژوبله هم لري.
د راپورونو له مخې، دغه چاودنې له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د کابل د پامیر سینما په سیمه کې د زړو جامو د پلور په یو مارکیټکې شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل: «پېښه خو متاسفانه شوې ده، زخمیان یو لس کسان دي اویو تن غالبا چې شهید شوی دی.»
په کابل ښار کې د ایمرجنسي روغتون بیا پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «تراوسه موږ ۱۱ ټپیان لرو چې روغتون ته لیږدول شوي. په دوی کېیوه درې کلنه ماشومه، یو څلور کلن ماشوم، یو ۱۶ کلن هلک، دوه ښځې او شپږ سړي شامل دي چې د یو حالت د اندېښنې وړ دی.»
سینمای پامیر د کابل ښار د تر ترټولو زیاتې ګڼې ګوڼې لرونکو سیمو څخه شمېرل کیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP