مهترلام (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳) : د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې یو شمېر تاریخي او فرهنګي اثار چې شاوخوا ۳۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري، ترلاسه شوي دي.
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر محمدنادر مخور پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د الیشنګ ولسوالۍ اړوند میاصاحب کلي کې ۱۳ قلمه تاریخي او فرهنګي اثار چې شاوخوا ۳۰۰ کلن لرغونتوب لري، ترلاسه شوي او د دغه ولایت موزیم ته سپارل شوي دي.
مخور زیاته کړه: «دغه تاریخي او فرهنګي اثار د میاصاحب عبدالکریم د کور د استعمال توکي وو چې یو دانه کټ، د هماغه وخت د لرګیو جوړ یو صندق، نیزه، اونګ، قنداني، میز، چراغ پایه، د اوبو منګی، چمڅۍ، درې امسا ګانې د اس زین او اوسپنیزې پټۍ او نور وسایل د یاد زیارت د یو ساتوونکي په کور کې په خوندي توګه ساتل شوي وو.»
د یادونې ده، ميا عبدالکريم د لغمان ولایت د اليشنګ ولسوالۍ اړوند په میاصاحب دېره نومي کلي کې دفن دی، دغه کلی د یاد روحاني شخص په نوم نومول شوی هم دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP