Language

فاریاب کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه او د یوه بل د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

میمنه (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د فاریاب د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې او په ګرزیوان ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د فاریاب د پوهنې رییس مولوي محمدطاهر جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو دوو ښوونځیو د ودانیو جوړولو لګښت ۳۰ میلیونه افغانۍ کېږي چې همکارې موسسې یې ورکوي.

نوموړي زیاته کړه چې پرانیستل شوې ودانۍ په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې د سیوک کریم د هلکانو لومړني ښوونځي ده چې اته درسي خونې، ادارې شعبه، لابراتوار خونه، د ساتونکو خونه، ۷ تشنابونه، ۱۴۲ متره احاطوي دېوال،۶۴ متره استنادي دېوال، د لوبې میدان، زده کوونکو لپاره ۱۴۴ سیته مېز او چوکۍ، د ادارې لپاره موبل او فرنېچر او د برېښنا مجهز سیسټم لري.

هغه وویل چې د دې ودانۍ چارو په بشپړېدو سره د مناسب چاپېریال له اړخه د ۲۸۸ زده‌کوونکو ستونزې هوارې شوې.

د فاریاب د پوهنې رییس دغه راز وایي چې په ګرزیوان ولسوالۍ کې په پر یونیم جریب ځمکه د خواجه‌غار لومړني ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه وویل، د خواجه غار لومړني ښوونځي ودانۍ شپږ درسي ټولګي، یوه اداري شعبه، د برېښنا په سیستم مجهزه لابراتوار خونه، د ساتونکو خونه، ۷ تشنابونه، ۲۲۸ متره احاطوي دېوال، د څښاک اوبو یوه څاه، د زده کوونکو لپاره ۱۱۴ سیټه مېز او چوکۍ، د ادارې لپاره موبل او فرنیچر او د ماشومانو د لوبو میدان لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.