ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
24 Oct 2024 - 10:01
مزارشریف ښار کې د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
24 Oct 2024 - 10:01

مزارشریف (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې یونیم کیلومتر سړک د قیر کولو چارې پیل شوې.

د مزارشریف ښاروالۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک د ۴۰ میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له پراختیایي بودجې د شپږو میاشتو په موده کې قیر کېږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې ۱۴۰۰ متره اوږدوالی او ۱۴ متره پلنوالی لري، د سړک دوو خواوو ته پلې لارې، ویالې، د سړک منځ کې ګلدان، د سړک خطونه او ترافیکي نښې هم لري.

خبرپاڼه کاږي چې دغه سړک د مزارشریف ښار د لومړۍ ناحیې امارت څلور‌لاري له جمعه اڅک سړک سره او بیا له دې ځایه لبجر او ساعت څلورلاري سره نښلوي.

بلخوا، د یادې سیمې خلک د دغه سړک جوړېدو ته خوښ دي.

د مزارشریف ښار شپږمې ناحیې جمعه اڅک سیمې یو اوسېدونکی محمدهارون نیازی وایي، خوشحاله دی چې له ډېرې مودې وروسته د دغه سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.

هغه وايي چې دغه سړک پخوا خامه و، خلک د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوس به د دغه سړک له جوړېدو سره د خلکو ستونزې حل شي.

د یادونې ده چې دغه سړک په دوو فازونو کې چې لومړی فاز یې ۱۲۵۰ متره اوږدوالی لري د ۴۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړ او د دویم فاز چې ۱۴۰۰ متره اوږدوالی لري چارې یې نن پیل شوې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.