کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د سوکوهنې د مسلمان افسانوي لوبغاړي محمدعلي کلي مېرمن خلیله کلي او ورسره مل پلاوی نن کابل ته راغلل.
مېرمن کلي نن ماسپښین کابل ته راورسېده چې د المپیک د ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست مسوولینو په کابلْ هوایي ډګر کې ورته ښه راغلاښت ووایه.
د المپیک ملي کمېټې او ورزش عمومي ریاست په خپرپاڼه کې راغلي، خلیله کلي به په کابل کې د «ویکټوري» په نوم یو ورزشي سټېډیوم او د محمدعلي کلي او خلیله کلي په نوم د یوه ورزشي انجمن جوړولو په موخه له اړوندو مسوولینو سره لیده کاته ولري.
د یادولو ده چې د بوکسینګ د افسانوي لوبغاړي محمدعلي کلې مېرمن خلیله کلي په ۲۰۲۱ کال کې هم کابل ته راغلې وه.