Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت په انقره کې د هوایي صنایعو پر یوه شرکت برید غندلی

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوایي صنایعو پر یوه شرکت برید غندلی او هیله یې څرګند کړې چې د ترکیې خلک او دولت بیا له ورته پېښو سره مخ نه شي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ مازدیګر مهال دوو وسله‌والو د ترکیې پلازمینې، انقرې ته نږدې د دغه هېواد د هوایي چلند صنعت پر یوه شرکت برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «په خواشیني سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ترکیې په پلازمینه انقره ښار کې د هوايي صنايعو پر شرکت "توساش" یو شمېر وسله‌والو برید ترسره کړی دی چې مرګ او ژوبله یې رامنځته کړې ده.»

سرچینې لیکلي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد برید د غندنې ترڅنګ د ترکیې دولت، ولس او د قربانیانو کورنیو ته د دې غمجنې پېښې په اړه د تسلیت مراتب وړاندې کوي او هیله څرګندوي چې د ترکیې ولس او دولت له ورته دردمنو پېښو سره بیا مخ نه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.