Language

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ‏له کتاب‌پلورنځيو د ټول کړو ممنوعه کتابونو بديل ورکوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، له کتاب‌پلورنځیو له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې شاوخوا ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول شوي او د دې په بدل کې به کتاب‌پلورونکو او خپرندويو ټولنو ته قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ورکړل شي.

تر دې مهال شاوخوا ۴۰۰ عنوانه هغه کتابونه په نښه شوي چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، ډېر شمېر يې له بازارونو راټول شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ په همدې تړاو د دغه وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معينيت کې غونډه جوړه شوه.

د بیهقي کتاب خپرولو رياست د ژباړې برخې امر په دې غونډه کې ویلي، د راټول شوو ممنوعه کتابونو لپاره د بديل وړانديز د رياست‌الوزراء مقام له لوري منظور شوی او په دې برخه کې نورې بېلابېلو هڅې هم روانې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی مالي او اداري چارو معين مولوي قدرت‌الله جمال هم ویلي، د خپرندويو ټولنو او کتاب‌پلورونکو د پرمختګ لپاره بيهقي د کتاب خپرولو رياست د وزارت مقام ته ډېر شمېر وړانديزونه کړي چې تر غور او څېړنې لاندې دي.

ده ویلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري د دوی د ودې او پرمختګ لپاره پلانونه جوړ شوي، چې له ډلې يې په مرکز کابل کې په لوړه کچه د کتابونو يو لوی نندارتون جوړول هم شامل دي.

جمال ویلي، کتاب‌پلورنکي دې هغه کتابونه را وارد او چاپ کړي چې د دين، هېواد او ځوانانو په خير وي.

د باختر اطلاعاتي اژانس ریيس او د خپرونو چارو معينيت کفیل مولوي ضياء‌الحق حقمل هم ویلي، د اسلامي امارت له حاکميت سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مقام له لوري د خپرونو چارو معينيت په مشرۍ د کتابونو ارزولو کمېسيون رامنځته شو چې تر دې مهال يې ډېر ګټور فعاليتونه ترسره کړي دي.

هغه ویلي، د یاد کمېسيون له لوري تر دې مهال شاوخوا ۴۰۰ عنوانه هغه کتابونه په نښه شوي چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې وو، ډېر شمېر يې له بازارونو راټول شوي چې دا دی په بدل کې يې د بيهقي کتاب خپرولو رياست له لوري قرانکريم، تفاسير او نور کتابونه ويشل کېږي.