مزارشریف (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې د بلخ ولایت د حیرتان - دوراهي پر سړک د یوه فیلډر او ټانکر موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پېښه کې د فیلډر موټر درېیو سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دې.
سرچینې د پېښې لامل د چلوونکو بېاحتیاطي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د پېښې ځای د اړوند ارګانونو له خوا بررسي شوی او وسایط د ترافیکو مدیریت ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP