Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ځدراڼ: د کابل د تېرې ورځې چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی په ټپي حالت کې نیول شوی

کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۳): د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند وایي، د سینمای‌پامیر په سیمه کې د تېرې ورځې د چاودنې د چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس – چې له امله یې۱۱ تنه ټپیان او یو ماشوم وژل شوی - په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د کابل ښار د سینما پامیر په ساحه کې د هغو چاودېدونکو توکو له امله چاودنه رامنځته شوې وه کوم چې په یوه کڅوړه کې د یو تن له خوا لېږدول کېدل.»

هغه وویل چې په دغه چاودنه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځدراڼ وایي، د یادو چاودېدونکو توکو لېږدوونکی کس د امنیتي ځواکونو له خوا په ټپي حالت کې نیول شوی او څېړنې ترې روانې دي تر څو په پېښه کې ټول ښکېل کسان معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.