Language

فیلیپین کې د توفان له امله ۲۶ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ۴ عقرب ۱۴۰۳): فیلیپینی چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د «ترامي» نومي توپان له امله تر اوسه لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس پرون د فیلیپیني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د ترامي توپان له امله ۲۶ کسان مړه شوي دي.

د راپور له مخې، دغه توپان څه باندې ۱۵۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د سرچینې د معلومات پر بنسټ، په فیلیپین کې هر کال په منځني ډول ۲۰ ګرمسیري توپانونه رامنځته کېږي چې ډېری مهال د سخت باد او باران او ځینې وخت د ځمک‌ښویېدنې لامل هم ګرځي.

Related Topics