Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډېکسن: لندن هڅه کوي د ا.ا او غربي نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړېدو ته لار هواره کړي

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام پلوی دی او «د بریټانیا حکومت په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر رابرټ ډېکسن تېره ورځ د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.

ډېکسن د اسلامي امارت او د بریټانیا د استازو ترمنځ لیدنې د دواړو لورو په ګټه بللې او دا چاره یې د یو شمېر ستونزو د حل لپاره مهمه بللې ده.

رابرټ ډېکسن ویلي، لندن له اسلامي امارت سره د خبرو د دوام او لا ډېرو ناستو پلوی دی او زیاته کړې ده: «د بریټانیا حکومت په دغه هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.»

نوموړي څرګنده کړې، انګلستان باثباته افغانستان غواړي او د بشري مرستو او اقلیمي بدلون په برخه کې له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافېر په راتلونکي کې د ځينو اړینو مسایلو په هکله د دوه اړخیزو ناستو د جوړېدو وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې لندن هڅه کوي د اسلامي امارت او غربي نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړېدو ته لار هواره کړي.

خبرپاڼه کاږي، په دغه ناسته کې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړي حافظ انس حقاني وویل، کابل ته افغانستان لپاره د بریټانیا د سفارت د شارژدافیر تګ - راتګ ګټور دی.

ده ویلي، په افغانستان کې د بشپړ امنیت په ټېنګښت سره د بهرنیو ډيپلوماتانو فعالیت ته ښه زمینه برابره شوې ده.

انس حقاني افغانانو ته د کونسلي خدماتو وړاندې کولو لپاره په لندن کې د افغانستان د سفارت فعالیت اړتیا وبلله او په دې برخه کې یې د ګډو همکاریو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې په حواله، مولوي عبدالکبیر وویل چې په افغانستان کې د بشر حقونو ته بشپړ پام شوی او په دې برخه کې اسلامي امارت لا هڅې کوي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت خپلې ژمنې عملي کړې او اوسمهال په افغانستان کې د نشه‌يي توکو کښت او کاروبار صفر ته راښکته شوی او دغه‌راز د روږدو کسانو درملنه هم په اغېزمنه توګه روانه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.