کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د غزې په شمال کې د کډوالو پر «جبالیا» پنډغالي د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۵۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د بيبيسي عربي د راپور له مخې، په غزې تړانګه کې د ملکي دفاع اداره وایي، دغه برید کې ګڼې ودانۍ ویجاړې او ډېر شمېر خلک ترې لاندې شوي دي.
د راپور له مخې، د غزې په شمال کې د کډوالو پر جبالیا پنډغالي دا هوایي بریدونه تېره ورځ ناوخته شوي دي.
په غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي، اسراییلي الوتکو د جبالیا کمپ په الهوجا ګڼ مېشته سیمه کې د استوګنې څو ودانۍ نړولې دي.
د دې ادارې یوه ویاند ویلي چې دا د مرګژوبلې لومړني راپورونه دي او ښایي دا شمېر نور هم لوړ شي.
د یادونې ده چې اسرایيلي ځواکونو له شاوخوا درېیو اوونیو راهیسې جبالیا پنډغالی کلابند کړی دی.
دغهراز څو فلسطیني سرچینو ویلي، روغتیایي ټیمونه د اسراییلو د بمباریو له وېرې دې سیمې ته نشي ورتللی.
په دې تازه بمباریو کې ۱۱ هغه ودانۍ په نښه شوې چې بې ځایه شوي خلک په کې مېشت وو.
د حماس تر واک لاندې روغتیایي چارواکي وایې، د اسراییلو د عملیاتو له پیل راهیسې نږدې ۴۳ زره او ۸۴۷ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په دې موده کې له سل زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP