ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

امریکا د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

author avatar
25 Oct 2024 - 14:31
امریکا د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه
author avatar
25 Oct 2024 - 14:31

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې د فلسطین له خلکو سره ۱۳۵ میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

امریکا غږ راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تېره ورځ دغه اندازه مرسته قطر ته د خپل سفر پر مهال د فلسطین له خلکو سره اعلان کړه.

هغه ویلي: «موږ نن د بشري مرستو، اوبو، روغتیا او په غزه، د اردن په لوېدیځه غاړه او په سیمه کې د مېندو د صحت لپاره ۱۳۵ میلیون ډالر اضافي مرسته اعلانوو.»

نوموړي د قطر له لومړي وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن ال‌ثاني سره په یو خبري کنفرانس کې زیاته کړې چې ټاکل شوې مذاکره کوونکي په راتلونکو څو ورځې کې د غزې د اوربند او یرغمل شوو د خوشې کېدو په اړه د خبرو لپاره سره وویني.

 بلینکن زیاته کړه چې د لبنان د جګړې د ډیپلوماتیک حل لپاره هم هڅې جدي شوې دي.

هغه د غزې د بشري کړکېچ پر ژر تر ژره ختمېدو ټېنګار وکړ او ویې ویل چې خلک هره ورځ هلته له فوق‌العاده ستونزو سره مخامخ کېږي او ژمی هم را روان دی.

له دغې مرستې سره د تېر کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې له فلسطینیانو سره د امریکا د مرستو کچه ۱.۲ میلیارد ډالرو ته ورسېده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.