Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځوانانو اسیا جام سیالۍ؛ افغان ابدالیان لوبډله نن له هند سره نیمه‌ پای‌لوبه کوي

کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۳): د ځوانانو اسیا جام په روانو سیالیو کې نن د افغانستان د کرکټ الف (افغان ابدالیان) ملي لوبډله د هند له الف لوبډلې سره دویمه نیمه پای‌لوبه ترسره کوي.

د ځوانانو د اسیا جام سیالۍ چې په عمان کې روانې دي، پای‌لوبې ته یې د افغانستان، هندوستان، پاکستان او سریلانکا لوبډلو لار پیدا کړه.

د دغو لوبو لومړۍ نیمه‌ پای‌لوبه به د سریلانکا او پاکستان الف لوبډلو ترمنځ نن ماسپښین یوه‌نیمه بجه او دویمه نیمه پای‌لوبه به د افغانستان او هندوستان د کرکټ د الف لوبډلو ترمنځ نن ماښام شپږ نیمې بجې د عمان په الامارت کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

افغان ابدالیان لوبډلې د دغو سیالیو په ګروپي پړاو کې سریلانکا او بنګله‌دېش ته ماته ورکړه او په وروستۍ سیالۍ کې یې له هانکانګ لوبډلې ماتې ومنله.

د افغانستان لپاره په روانو سیالو کې پیلیز توپ‌وهونکی صدیق‌الله اتل تر ټولو ښه ځلېدلی دی.

اتل د سر په لومړیو درېیو لوبو کې پرلپسې پنځوسیزې جوړې کړې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.