کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د غزې روغتيايي چارواکي وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیل بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۷ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸۹ نور ټپيان شوي دي.
د فلسطین دولتي خبري اژانس (وفا) د راپور له مخې، دغه مرګژوبله د غزې په بېلابېلو سيمو کې د اسرائیلي ځواکونو په شپږو مرګونو بریدونو کې اوښتې ده.
د راپورونو له مخې، تر دې مهاله په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې څه باندې ۴۲۹۲۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۰۰۸۳۳ نور ټپيان شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن