Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۵ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل (پژواک،۵ لړم ۱۴۰۳): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میاشت یې په ټول هېواد کې نږدې ۱۴۵ زره کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې نن (شنبه، د لړم ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د روان کال په تله میاشت کې په ټول هېواد کې د پېژندپاڼو د وېش او اسان خدمت ۷۸ مرکزونو له لارې ۱۴۴ زره او ۸۴۰ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

سرچینې لیکلي چې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې چې ۴۱ زره او ۵۷۳ ټوکه ته رسېږي او ورپسې په ننګرهار کې ۸ زره او ۵۰۸، هرات ولایت کې ۶ زره و ۷۹۰، قندهار ولایت کې ۵ زره او ۸۵۶ او بلخ ولایت کې ۴ زره او ۹۹۸ پیژندپاڼې وېشل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاده میاشت په ټول هېواد کې  ۹ زره او ۲۳۵ کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.