کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړی استازی وايي، که د افغانستان اقتصاد چې څو ښه کېږي، په هماغه اندازه د سیمې پر هېوادونو مثبت اغېز لرلای شي.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره ایران سفیر او ځانکړي استازي حسن کاظمی قمي پرون مازدیګر (جمعه) په مشهد کې «مرکزي اسیا او افغانستان ته صادرات او په ازادو او ځانګړو اقتصادي سیمو کې د پانګونې فرصتونو نندارتون» په څنډه کې ویلي چې د مرکزي اسیا هېوادونه او افغانستان له ایران سره د اقتصادي همکارایو پیاوړتیا ته لېوال دي.»
هغه په کابل کې د تېرې اونۍ نندارتون ته په اشاره ویلي: «د ایران لویو خصوصي شرکتونو د کابل په نندارتون کې ګډون کړی و؛ دا د افغانستان له خلکو سره د ایران اسلامي جمهوریت د قوي ارادې ښکارندويي کوي.»
قمي څرګنده کړې چې په ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا کې د خصوصي سکټور پر مټ د نندارتونونو او اقتصادي ناستو ترسره کېدل، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا برخه کې د دغو هېوادونو لېوالتیا ښيي چې ګډې ګټې لري.
هغه زیاته کړې، تهران هڅه کوي څو متشبثین او د افغانستان د خصوصي سکټور پانګوال د ایران په لویو پروژو کې پانګونې ته جلب کړي.
قمي دغه راز ویلي چې د چابهار بندر په پراختیا سره د ایران - افغانستان لاره د شمال – سوېل او ختیځ – لوېدیځ ترانزیټي دهلېز رامنځته کولای شي.
د یادولو ده، «مرکزي اسیا او افغانستان ته صادرات او په ازادو او ځانګړو اقتصادي سیمو کې د پانګونې فرصتونو نندارتون» د روانې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه په ایران کې «د مشهد نړۍوال نندارتو دایمي ځای» کې پیل او پرون پای ته ورسېد.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP