Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د ترافيکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

پل‌علم (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل - لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د محمداغې ولسوالۍ په «پل کندهاري» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د محمداغې ولسوالۍ اړوند د کابل - لوګر پر لویه لار د پل کندهاري سیمه کې یو کرولا موټر چپه شوی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، پېښه د موټرچلوونکي د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله شوې ده.

یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره اونۍ د ترافیکو له لوري د کابل - لوګر پر لویه د موټرو د ګړندي تګ مخنیوي هلې ځلې پيل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.