ترینکوټ (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۳): د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته اوس د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې پیل شوې.
پژواک خبري اژانس د روان لمریز کال د تلې په ۲۱مه د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالۍ ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه راپور خپور کړی و چې د یادې ولسوالي اوسېدونکو، مسافرو او موټرچلوونکو شکایت درلود او له حکومت یې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.
د یاد راپور له خپرېدو وروسته اوس د دغه ولایت مسوولین وایي، ګېزاب ولسوالۍ ته د غځېدلې ۱۵۰ کیلومتره لارې د یوې برخې د جوړېدو چارې یې پیل کړې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند ملا اغاولي انعام پژواک خبري اژانس ته وویل: «د چپري په نوم یو کوتل او شاوخوا ۴۰ کیلومتره لارې جوړولو چارې د ولایت مقام له خوا پیل شوې دي.»
نوموړی زیاتوي، د ژمې موسم له رارسېدو مخکې به د دې لار د هوارکارۍ او جغلاچونې چارې ترسره شي.
هغه دغه راز وویل، د ولسوالۍ مسوولینو ته دنده سپارل شوې چې وخت پر وخت د تازه پيل شوي کار څارنه وکړي.
ورته مهال، د سیمې ځایي اوسېدونکي او مسافر خوښ دي چې مسوولینو یې ستونزې درک کړې او د حل په موخه یې لاس په کار شوي دي.
دوی له حکومته غوښتنه کوی چې د یادې ۱۵۰ کیلومتره لارې اساسي رغونې ته هم جدي پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP