کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د مکسیکو ځايي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال کې د یو باروړونکي او یو مسافروړونکي بس ترمنځ د ټکر له امله ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې یاده پېښه د شنبې سهار (د لړم ۵مه) د مکسیکو په زاکاتکاس ښار کې شوې ده.
راپور کې د ځايي چارواکو له قوله راغلي چې یاده پېښه هله رامنځته شوې چې د ټرېلر بدنه ناڅاپه جلا شوه او له بس سره یې ټکر وکړ.
چارواکو په پیل کې د لومړنیو راپورونو له مخې د مړه شوو شمېر ۲۴ تنه اعلان کړی و خو د زاکاتکاس ایالت چارواکو وروسته په یوې اعلامیه کې د ۱۹ کسانو مړینه تایید کړه.
یوه ځايي دولتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، رویټرز ته ویلي د هغو د جسدونو د موندلو هڅې چې کندې ته لوېدلي دي، روانې دي.
د راپورنو له مخې، یاد بس ۲۵ سپرلي درلودل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP