Language

بدخشان کې یوه ځوان ځان‌‌وژنه کړې

فیض‌اباد (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د بدخشان پولیس وایي چې د دغه ولایت په شهدا ولسوالۍ کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وایي چې تېر ماښام د دغه ولایت شهدا ولسوالۍ یباب کلان کلي کې یو ۱۳ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.

نوموړي ویلي چې د دې پېښې لامل او انګېزه کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.

د بدخشان د پولیسو ویاند وایي چې په دې اړه د یادې ولسوالۍ د جنایي پولیسو له خوا څېړنه پیل شوې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.