Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د احصایې ملي اداره: په تېره یوه میاشت کې نږدې څلور زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې څلور زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

په هغه اعلامیه کې چې نن (یک‌شنبه، د لړم ۶مه) د یادې ادارې له لورې خپره شوې، راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال د تلې په میاشت کې د ۶۳ ښځو په ګډون دوه زره او ۱۳۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۱ ښځو په ګډون یو زره او ۸۰۹ نور له هېواد څخه وتلي دي.

د سرچینې په وینا، د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې دوه زره او ۱۴۱ کسان له ځمکنیو بندرونو او۵۳ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۴۳۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز، تورخم او حیرتان بندرونو او د هرات او بلخ هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي او تللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.