Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مالیزیا کې افغان سفیر د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له سفیرانو سره د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): په مالیزیا کې افغان سفیر د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له سفیرانو سره پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو او د تعامل پر پراختیا کړې دي.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د مالیزیا په پلازمېنه کې افغان سفیر نقیب‌الله احمدي د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو له سفیرانو سره ولیدل.

سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې په یاد هېواد کې د روسیې سفیر نیایل لتیپوف او د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، تاجکستان، اذربایجان او قرغیزستان هېوادونو سفیرانو ګډون درلود.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې، د روسیې او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو او د سیمې له نورو هېوادو سره پر تعامل، د سیمې او په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر بنسټ د دوستانه او تلپاتې اړیکو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په مالیزیا کې افغان سفیر قزاقستان کې د افغان ډیپلوماټانو منل د ښو سیاسي اړیکو پیلامه بللې او د تېر یو کال په ترڅ کې د درېیو سترو ګډو تجارتي نندارتونونو جوړېدل یې د سوداګرۍ برخه کې مهم پرمختګ یاد کړی دی.

افغان سفارت لیکلي چې په دغه غونډه کې ټولو سفیرانو هیله څرګند کړه چې دولتونه به یې له افغانستان سره په هره برخه کې د تېرو اړیکو پر دوام ښه روابط او د لوړې کچې تعامل ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.