Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – لوګر له سړکه د بګرامیو تر نساجي د نښلوونکي سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د کابل ښار اتمې ناحیې اړوند د کابل – لوګر سړک په اوږدو کې د بیني حصار له سیمې د ستانکزي تر څلورلارې او له یادې څلورلارې د بګرامیو تر نساجي د نښلوونکي سړک جوړولو چارې د ۳۲۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه نښلوونکی سړک ۴۱۷۸ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري.

سرچینې زیاته کړې، یاد سړک به د یوه کال په موده کې جوړ شي چې ورسره جوخت به د منار نجات او چمن حضوري ساحو ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او ګڼې ترانسپورټي اسانتیاوې به برابرې شي.

کابل ښاروالۍ د دغه سړک په اوږدو کې له مېشتو اوسېدونکو غوښتي چې د دې پروژې پر وړاندې د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو د سړک جوړونې چارې په چټکۍ ترسره شي.

سرچینې دغه زار ویلي چې د استملاکي ملکیتونو مالکانو ته به د استملاک قانون له مخې بدیل حقونه ورکړل شي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دغه سړک په دوه برخو کې جوړېږي چې لومړۍ برخه یې له بیني حصار سیمې تر ستانکزي بلاکونو پورې ۱۶۵۵ متره اوږدوالی او دویمه برخه یې له یادو بلاکونو د بګرامیو تر نساجي ۲۵۳۲ متره اوږدوالی لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.