ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«پنځه کلن پلان کې د کونړ او ۵۸ نورو لویو او متوسط بندونو جوړول شامل دي»

«پنځه کلن پلان کې د کونړ او ۵۸ نورو لویو او متوسط بندونو جوړول شامل دي»

author avatar
27 Oct 2024 - 16:58
«پنځه کلن پلان کې د کونړ او ۵۸ نورو لویو او متوسط بندونو جوړول شامل دي»
author avatar
27 Oct 2024 - 16:58

کابل (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال وايي، په راتلونکو پنځو کلونو کې د کونړ سیند په ګډون د هېواد پر سيندونو ۵۹ لوی او متوسط بندونه جوړوي او په اوږدمهال پلان کې د ۱۸۴ لویو بندونو جوړول شامل دي.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو چارو معين انجنير مجیب الرحمن عمر اخندزاده له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د هېواد په مختلفو سیمو کې يې د اوبو مهارولو، ځمکو خړوبولو او برېښنا تولید لپاره د لویو او متوسطو بندونو جوړولو پلانونه جوړ کړي چې له دې سره به نه یوازې زرګونه هکتاره ځمکې خړوبولو، بلکې د برېښنا تولید او زرګونو خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

نوموړي وويل چې د وزارت په اوږدمهاله پلان کې د هېواد پر ټولو سيندونو د ۱۸۴ لویو بندونو جوړول شامل دي چې د تخمین له مخې د دې پروژو لپاره شاوخوا ۱۳.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده.

هغه زياته کړه، د دغو بندونو له جوړولو سره به ۱.۲ میلیونه هکتاره ځمکې خړوبه شي، شاوخوا ۱۱ میلیارده مترمکعب اوبه به مهار شي، ۳۶۵۱ ميګاواټه برېښنا به توليد او د شاوخوا  ۲.۳ میلیونه کسانو لپاره به د کار زمینه برابره شي.

دی وايي، د اوبو او انرژۍ وزارت په راتلونکي پنځه کلن پلان کې بيا د ۵۹ لویو او متوسطو بندونو جوړول شامل دي چې له بشپړېدو سره به یې ۷۴۰،۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي او ۵ میلیارده مترمکعب اوبه به مهار شي.

د ده په وینا، دغه بندونه د هېواد پر مختلفو سیندونو او موقعیتونو کې لکه کونړ، کابل، ورسج، کوکچه او د لورا ارغستان پر سیندونو جوړېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د کونړ سیند په اوږدو کې د یو شمېر بندونو جوړول په پلان کې شامل دي چې اوس‌مهال په ګمبیري دښته کې د يوه بند جوړولو ډيزاين چارې بشپړې شوې او ژر به يې ساختماني چارې پيل شي.

ده وويل، د کونړ پر سيند دغه بند به هر کال درې میلیارده مترمکعب اوبه مهار کړي چې ورسره به د ګمبيري دښته خړوبه او د درونټې بند او ننګرهار کانال ته به هم اوبه ورسوي.

هغه زياتوي، د کونړ پر سیند د بندونو جوړول ځانګړې بودجې ته اړتیا لري او دا بندونه یوازې د خلکو په مرستو نه شي بشپړېدلی.

ده وويل: «په هېواد کې د اوبو بندونو رغونې کارونه روان دي؛ د مثال په توګه د کجکي بند دویم فاز لومړۍ برخه بشپړه شوه چې له لارې یې د ۵۰ ميګاواټه برېښنا تولید ته زمینه برابره شوې ده. دویمه برخه چې د پارچاوې لوړولو برخه کې ده، څه باندې ۴۰ سلنه بشپړ شوې او له دې سره به یو میلیارد مترمکعب نورې اوبه هم مهار شي. کمال خان بند چې مخکې یې نمایشي افتتاح شوې وه، اوس یې ټول کارونه بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.»

هغه دغه راز وويل، د کابل په شاه و عروس بند کې هم وروستۍ چارې روانې دي او تمه ده چې د یوې میاشتې په اوږدو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، دغه راز په بخش اباد، توري او د دهلې بندونو کارونه روان دي.

د نوموړي په خبره، د لوګر ولایت کې د خروار بند یوه برخه بشپړه شوې او بله یې د تدارکاتي بهیر په حال کې ده، همدارنګه د سرخاب پر بند هم کار روان دی، د شاه‌توت مهم بند چې په کابل کې دی، د تدارکاتي بهیر په حال کې دی او د کوکچې، زردالو او کیله‌کي بندونه هم سروې شوي چې ژر به يې ساختماني چارې پيل شي.

ده وويل چې په هېواد کې د اوبو د کمښت له ستونزو سره د مقابلې لپاره ګامونه اخیستل شوي چې په دې برخه کې ډېرې سیمې سروې، یو شمېر پروژې بشپړې شوې او پر نورو باندې کار روان دی.

هغه وايي، اقلیمي بدلون او جګړې د اوبو پر مدیریت منفي اغېزه کړی، خو په وینا يې، د اوبو د ښه مدیریت لپاره قوانین او پالیسۍ ترتیب شوي چې د تصویب لپاره د ا.ا مشر ته لېږدول شوې دي.

دی وايي، افغان حکومت د هلمند سیند پر سر له ايران سره يوه پخوانۍ معاهده لري چې پرته له دې له هيڅ هېواد سره په دې برخه کې کوم قررداد نه لري.

دی زیاتوي چې د افغان حکومت دریځ له اوبو ګټوره استفاده ده، نه غواړي چې د نورو هېوادونو حق ضایع شي او یا پرېږدي چې نور هېوادونه د افغانستان د اوبو برخه کې بې‌ځایه غوښتنې وکړي.

ده له هېوادوالو وغوښتل چې د اوبو په کارولو کې اختياط او له بې‌ځايه مصرفه يې ډډه وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.