Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا سيدکرم ولسوالۍ ته د وارداتي برېښنا د ليږد چارې پيل شوې

ګردېز (پژواک، ۶ لړم ۱۴۰۳): پکتیا کې د برېښنا حوزوي ریاست مسوولین وايي، نن یې د دغه ولایت سيدکرم ولسوالۍ ته د ۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت د وارداتي‌ برېښنا د مزو غځولو چارې پيل کړې.

د پکتيا ولایت د برېښنا شرکت ریيس مولوي انورشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيدکرم ولسوالۍ د بازار په ګډون به د سورسنګ، سرې کلا، سورکي ملنګ، ګراج، ګوډ کلا، کندرخیل، کوټکی، حسین‌خیل او نورو سیمو شاوخوا ۱۸۰۰ کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.

هغه وويل، د يادې پروژې لګښت شاوخوا ۴۵ ميليونه افغانۍ دی چې د برېښنا عمومي رياست لخوا ورکول کېږي او د دغې پروژې چارې به په پنځو مياشتو کې بشپړې شي.

ورته وخت کې د سيدکرم ولسوالۍ اوسيدونکي هم خوښ دي چې سیمې ته یې د برېښنا مزو د غځولو چارې پیل شوې دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي شفيق توتاخيل وويل، د دوی سیمې ته د برېښنا له لیږد سره به یې ګڼې ستونزې حل شي.

هغه وويل:«برېښنا پروژې ته ډېر خوښ يو ځکه دلته شخصي‌ برېښنا نه وه، دا خو د ژوند اړتيا ده په دې سره به دلته ډېرې ستونزې حل شي ځکه برېښنا سره تعليم، روغتيا برخه او نور پرمختګونه تړلي دي.»

سيدکرم د پکتيا يوه له ګڼ مېشته ولسواليو څخه ده چې اوسېدونکي يې له حکومتي مسوولينو د نورو بنسټيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.