ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقيمو الوتنو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقيمو الوتنو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو

author avatar
28 Oct 2024 - 18:03
د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقيمو الوتنو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو
author avatar
28 Oct 2024 - 18:03

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): دوحه کې افغان سفارت وايي چې د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو برخه کې هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دوحه کې د افغاستان سفارت نن پرخپله اېکس پاڼه لیکلي چې یاد هوکړه‌لیک د افغانستان د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت مرستيال ملا عبدالسلام حيدري او د قطر د هوايي ملکي چلن ادارې سرپرست محمدفالح الهاجري ترمنځ لاسلیک شو.

سرچینې زیاته کړې: «د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ د پروازونو په برخه کې توافقنامه لاسليک شوه.»

سرچینه زیاتوي، د دغه هوکړه‌لیک له مخې د افغانستان او قطر هېوادونو ترمنځ مستقيم پروازونه پيلېږي.

په دې مراسمو کې د قطر هېواد د ټراسپورټ او هوانوردۍ وزير جاسم بن سیف السیلطي او دوحه کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست ډاکتر محمدنعیم حضور درلود.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.