Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د الف لوبډلې اتلولۍ په اړه د ځینو چارواکو او شخصیتونو د مبارکۍ پیغامونه

کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۳۰۴): د ریاست‌الوزرا د سیاسي معاونیت په ګډون یو شمېر اوسني او پخوانيو چارواکو او د هند د کرکټ بورډ اوسني او د کرکټ نړۍوالې شورا راتلونکي مشر د ځوانانو اسیا جام سیالیو کې د کرکټ الف لوبډلې د اتلولۍ مبارکي ورکړې او لوبغاړو ته یې د نورو بریاوو هیله څرګنده کړې ده.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه د افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې اتلولۍ په اړه د ریاست‌الوزرا سیاسي معاونیت د مبارکۍ پیغام خپور کړی چې په کې راغلي، افغان ابدالیان لوبډلې په لومړي ځل د کرکټ اسیایي شورا د ايمرجېنګ جام سیالیو اتلولي خپله کړه.

سرچینې زیاته کړې: «دا بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ لوبغاړو ته مبارک وي، افغان ځوانان او لوبغاړي د ستاینې وړ دي چې په هر ډګر او سیالۍ کې د خپل هېواد او خلکو لپاره ویاړونه او اتلولۍ راوړي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو پایې‌لوبه کې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماته ورکړه او په لومړي ځل یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه چې هېوادوالو ته یې مبارکي وايي.

دغه راز، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانګزي هم په یوه ویډیي پیغام کې د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړو ته، د کرکټ بورډ مسوولینو او د افغانستان ټول ملت ته د دې اتلولۍ مبارکي ورکړې او د کرکټ لوبغاړو ته یې د لا بریاوو هیله کړې ده.

د المپیک ملي کمېټې رییس مولوِي احمدالله وثیق پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ورزش له ډګره د یوې بلې سترې او تاریخي بریا زېری.

هغه لیکلي: «افغان ابدالیان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته د نوو ځوانانو اسیا جام سیالیو پای‌لوبې کې په ۷ ویکټو ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د نوو ځوانانو د اسیا جام اتلولي وګټله.»

همدارنګه په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم پر اېکس لیکلي، د ځوانانو شل‌اوریز اسیا جام اتلولي دې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې او افغان ولس ته مبارک وي.

هغه لوبغاړو ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو سخت کار، لېوالتیا او د ګډ کار روحیې دا ممکنه کړه او ټولو ته دې د زړه له تله مبارک وي.»

د هند د کرکټ بورډ اوسني او د کرکټ نړۍوالې شورا راتلونکي مشر جي شاه هم پر اېکس د افغانستان الف لوبډلې د بریا مبارکي ورکړې ده.

هغه د افغانستان الف لوبډلې انځور خپور کړی او ورسره یې لیکلي: «ستاسو بېسارې لېوالتیا، زحمتونو او ګډ کار یوې په زړه‌پورې بریا ته لار هواره کړه او د کرکټ په سفر کې د لا برباوو په هيله!»

دا په داسې حال کې ده چې د هند د کرکټ بورډ اوسنی مشر جي شاه شاوخوا دوه میاشتې مخکې د کرکټ نړۍوالې شورا مشر وټاکل شو چې د روان کال په ډسمبر میاشت کې به خپله رسمې دنده پیل کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د ایمرجېنګ اسیا جام سیالیو پای‌لوبه کې د سریلانکا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې د بریا او د دې سیالیو اتلولۍ ګټلو له امله ټولو هېوادوالو، په ځانګړې توګه د کرکټ لوبغاړو ته مبارکي وایو.»

ورته مهال، په تېر حکومت کې د سولې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر فېسبوک‌پاڼ د ځوانانو اسیا جام سیالیو اتلولۍ ګټلو له امله د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړو، روزونکو او د افغانستان خلکو ته مبارکي ویلې ده.

د یادونې ده، د افغانستان الف لوبډلې تېره شپه د سریلانکا الف لوبډلې ته په پای‌لوبه کې ماته ورکړه او په لومړي ځل یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.