Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار کانال پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو نوي باغونه جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کانال شرکت له لوري د دغې ادارې اړوند پر ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو د نويو باغونو جوړولو چارې پيل شوې.

مسوولین وايي، پر دغو ځمکو جوړ باغونه په تېرو شاوخوا څلورو لسیزو کې د جګړو له امله له منځه تللي وو چې اوس یې دوی د بیا ابادۍ هڅه پيل کړه.

د ننګرهار کانال شرکت له لوري نن د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په دوهم فارم سیمه کې د دغې شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې له ډلې پر ۲۸۸ جریبه ځمکه د زیتونو د ونو کېنولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار کانال شرکت رييس سید محمدنعیم محمدي وويل چې دوی به سږکال د جګړو له امله پر شاړې شوې ۵۰۰ جریبه ځمکه د زیتونو باغونه بیارغوي.

هغه زیاته کړه: «د ننګرهار کانال په دوهم فارم کې پر ۲۸۸ جریبه ځمکه باندې د زیتونو نهالان (نیالګي) کېنول کېږي چې ۴۵ کاله ناخوالو کې له منځه تللي دي، په يو هکټار باندې ۲۸۶ بوټي کېنول کېږي، سږکال به موږ پر ۵۰۰ جریبه ځمکه باندې نوي نیالګي کېنوو.»

د کانال رييس وايي، د دغو باغونو لپاره ۲۸زره او ۶۰۰ نیالګي چمتو شوي او د دغو باغونو پر جوړېدو به به ټولټال ۹ ميليونه افغانۍ لګښت راشي.

د سیمې اوسېدونکي هم د دغو شاړو ځمکو له بیا ابادۍ خوښ دي او وايي، دا چاره نه يوازې د هېواد د ابادۍ او د محصولاتو د زیاتوالي سبب ګرځي بلکې خلکو ته د کار موندنې زمينې هم برابروي.

د سیمې یوه اوسېدونکي دادمير وويل چې د دغو باغونو د جوړېدو په چارو کې شاوخوا ۸۰ کسانو ته ورځ مزدوري پيدا شوې ده.

د دغو باغونو د جوړولو په چارو کې په کار بوخت خلک هم د کانال شرکت له دغې چارې خوښ دي او وايي، د کور ترڅنګ ورته د کار او د هېواد د خدمت زمينه برابره شوې ده.

لعل ضمیر چې د لنډمهاله کار زمينه ورته برابره شوې، له کانال شرکت غواړي چې دوی ته دې په دغو فارمونو کې د دوامداره کار زمينه برابره کړي.

د يادولو ده چې ننګرهار کانال اوسمهال پر شاوخوا ۱۸۰۰ هکټاره ځمکه د زیتونو باغونه لري خو مسوولین وايي چې سلګونه جربیه نور باغونه هم جوړوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.