سرپل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۳): سرپل کې ځايي مسوولین وايي، د نوري فایبر له ملي شبکې سره د دغه ولایت نښلولو پروژې چارې د څلوېښت ميلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
په شمال زون کې د افغان تیليکام شرکت رییس انجنیر محمدنسیم نظري وویل چې د نوري فایبر له ملي شبکې سره د دغه ولایت نښلولو کار نن د جوزجان ولایت له لارې پیل شو.
هغه زیاته کړه، دغه پروژه د ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې کارونه به یې د پنځو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې کارونه د «سمارټتج» شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي چې له پشپړېدو سره به یې د سرپل حکومتي ادارو کارکوونکي او اوسېدونکي ارزانه او باکیفیته انټرنېټ ته لاسرسی پیدا کړي.
د سرپل مرستیال والي داملا محمدنادر وايي، د خوښۍ ځای دی چې نن د سرپل خلک د نوري فابیر له شبکې سره د دغه ولایت نښلولو پروژې پیلېدو شاهدان دي.
هغه زیاته کړه چې دمګړۍ د دغه ولایت خلک له بیکیفیته او کمزوري انټرنېټه استفاده کوي چې له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
د سرپل مرستیال والي وویل چې اسلامي امارت په تدریجي ډول ټولو خلکو ته خدمات رسوي او په نږدې راتلونکي کې به خلک د حکومت له لوري د ډېرو خدمتونو وړاندې کولو شاهدان وي.
په همدې حال کې، د سرپل اوسېدونکي احسانالله وویل: «ډېر خوشحاله یو چې حکومت سرپل ولایت د نوري پایبر له ملي شبکې سره نښلوي او هیلهمند یو چې د دې پروژې د چارو په پشپړېدو سره به موږ ارزانه او باکیفیته انټرنټ ته لاسرسی پیدا کړو.»
د مسوولینو د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال د هېواد ۲۶ ولایتونو د نوري فایبر له شبکې سره نښلول شوي او د دې شبکې خدماتو ته لاسرسی لري.
                        
                        
                
                    
								
            
                
                
                
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP