ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ اوسېدونکي: د ډالرو بیې ترڅنګ دې د خوراکي توکو بیې هم کنټرول شي

د بلخ اوسېدونکي: د ډالرو بیې ترڅنګ دې د خوراکي توکو بیې هم کنټرول شي

author avatar
28 Oct 2024 - 15:03
د بلخ اوسېدونکي: د ډالرو بیې ترڅنګ دې د خوراکي توکو بیې هم کنټرول شي
author avatar
28 Oct 2024 - 15:03

مزارشریف (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د بلخ یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.

هغوی له حکومته غواړي چې د بیو په کنټرول کې له جدیته کار واخلي.

د راپورونو له مخې، شاوخوا یوه میاشت مخکې یو ډالر نږدې ۷۱ افغانیو پورې تبادله کېده خو دا مهال د یوه ډالر نرخ شاوخوا ۶۷ افغانیو ته راښکته شوی دی.

د اړوندې موضوع په اړه د بلخ د مرکز مزارشریف اوسېدونکي عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې د ډالرو نرخ لوړ شي سم‌دستي ورسره د خوراکو توکو بيې هم لوړېږي، خو کله چې ښکته شي بیا نرخونه نه ټيټېږي.

هغه زیاتوي: «یوه میاشت وړاندې چې یو ډالر په ۷۱ افغانۍ و، د یوې بورۍ اوړو بیه ۱۵۰۰ افغانۍ وه اوس چې یو ډالر له ۷۰ افغانیو ښکته شوی، بیا هم د اوړو بیه پخوانۍ ده.»

دغه راز، د مزارشریف ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالجبار هم پژواک ته وویل، یوه میاشت وړاندې چې د ډالرو بیه لوړه وه، د لس لېټره غوړیو بیه ۸۲۰ افغانۍ وه خو اوس یې چې نرخ ښکته شوی د غوړو بیه ۹۰۰ افغانۍ ته پورته شوې.

په ورته وخت کې د مزار ښار یوه هټۍوال حمید‌الله پژواک ته وویل چې هټۍوال نه شي کولای د توکو نرخونه لوړ یا ښکته کړي، دغه کار باید سوداګر وکړي.

هغه وویل: «مونږ نرخونو کې تغییر نه شو راوستی، که لوړ يې واخلو مجبور لوړ یې خرڅ کړو او که ټیټ يې واخلو بیا يې ټیټ خرڅوو، دا د سوداګرو کار دی چې توکي هټۍوالو ته د ورځې له نرخ سره سم ورکړي.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د خوراکي توکو د بیو کنټرول غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د مزارشریف ښاروالۍ د مارکېټونو تنظیم مدیر عزیزالله عزیزي وايي چې ښار کې د نرخونو د کنټرول په موخه یې بیه‌پاڼې وېشلي او له سرغړونکوو سره به قانوني چلند وشي.

بلخوا، بلخ کې د صرافاتو اتحادیې مسوول عبدالقیوم رحیمي هېواد کې د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل له افغانستان څخه د ډالړو قاچاق مخنیوی او په یو شمېر ولایتونو کې د راکړې ورکړې پر مهال د افغانیو رایج کېدل بولي.

دغه راز، د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک ته وویل چې دغه بانک د هېواد پولي بازارونه تر څار لاندې لري او د بیو ثبات ساتلو لپاره اړین ګامونه پورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم ورته شکایتونه لري او له حکومتي مسوولینو د خوراکي توکو د نرخونو کنټرول غوښتنه کوي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.