قلعۀنو (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د بادغیس امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د یوې نجلۍ د وژلو په تور د شپږو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی او وایي، په دغو کسانو کې د نجلۍ مور او پلار هم شامل دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د جوند ولسوالۍ اړوند د جلایي سیمې په غارحیدر کلي کې یوه نجلۍ وژل شوې ده.
نوموړي وویل چې دغه نجلۍ ۲۰ کلنه وه او د خپل ورور له خوا وژل شوې ده.
ورته مهال، د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیقالله صدیقي پژواک خبري اژانس ته د ټیلېفون له لارې دغه خبر تایید کړ او دا موضوع یې ناموسي یاده کړه.
نوموړي وویل چې په دې قضیه کې د لاس لرلو په تور د مقتولې د مور او پلار په ګډون شپږ کسان نیول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP