Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانونو او پټرولیم وزارت یو پلاوی چین ته ولاړ

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د دغه وزارت یو پلاوی د چین په رسمي بلنه د کان کیندنې همکارۍ د ترویج کنفرانس کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته ولاړ.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، دغه کنفرانس ټاکل شوې د اکټوبر له ۲۸مې څخه تر ۳۰مې نیټې پورې د چین هېواد  د هونان ولایت په چنګشا ښار کې جوړ شي.

یاد وزارت لیکلي چې په دغه غونډه کې د دغه وزارت د مالي او ادري مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ پلاوی ګډون کوي.

سرچېنې لیکلي، په دې کنفرانس کې د تنظیم کوونکو بنسټونو مشران، د هونان د کانونو د پانګونې او سوداګرۍ بنسټونه، جيولوجيکي اکتشافاتو، د چين د کانونو د لابراتوارونو او کانونو مالي بنسټونه ګډون کوي او دواړه خواوې به د دواړو هېوادونو د منابعو د پالیسي اوتخنیکي ګټو په اړه خبرې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.