Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شکیب: د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړېکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): په اسلام‌اباد کې افغان سفیر د سیمه‌ییزو مطالعاتو انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او پاکستان اقتصادي او سوداګریزې اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.

اسلاماباد کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه هېواد کې افغان سفیر سردار احمد شکیب د سیمه‌ایزو مطالعاتو انسټیټوټ کې د افغانستان - پاکستان او منځني آسیا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې.

شکیب ویلي چې افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیايي موقعیت سره د سیمه‌ایزو پروژو په وسیله کولای شي ټوله سیمه سره ونښلوي.

ده ویلي، همداراز بډایه طبعي زیرمې او د انرژی د تولید او د اوبو د مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې نه یوازې افغانستان بلکه ټوله سیمه د ثبات لور ته وړي.

یاد سفارت لیکلي: «شکیب د افغانستان او پاکستان پر اقتصادي اړیکو خبرې وکړې او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د دروازو وخت ناوخته بندېدل، تعرفو کې ناڅاپي لوړوالی، د باروړونکو موټرو غیرضروري ارزونې، د پاکستان د ویزو په برخه کې شته ستونزې او د پاکستاني لوري اړوند اقدامات پر دغو اړیکو منفي اغیزې کوي چې زیان یې نه یوازې دواړو حکومتونو بلکه د کرښې دواړو غاړو کې میشتو خلکو ته رسیږي.»

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر دغه راز په دغه غونډه کې د یو شمېر خبریالانو او محصلینو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړي او ویلي یې دي چې پاکستان کې نا امني پر افغانستان او ټوله سیمه منفي اثر لري او افغانستان هیڅکله هم په خپل ګاونډ کې جګړه نه غواړي.

ده ویلي، اسلامي امارت اقتصاد محوره پالیسي تعقیبوي او هڅه کوي چې ټوله سیمه سره را نږدې کړي.

د شکیب په خبره چې د پاکستان او افغانستان اقتصادي او سوداګریزي اړیکې باید له امنیتي موضوعاتو سره ونه تړل شي، دغه کار به د ټولو په ګټه وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.