کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د اسلامي امارت چارواکو د کابل امنیې قوماندانۍ د ۴۱۰ پولیسو په فراغتغونډه کې له فارغينو وغوښتل چې د ځانونو د لا ښې سمبالتیا او اصلاح تر څنګ له ولس سره ښه چلند وکړي.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران پژواک خبري اژانس ته وویل د کابل امنیې قوماندانۍ د تعلیمي ټولي په چوکاټ کې ۴۱۰ تنه افسران ، ساتنمنان او ساتونکي د یوې ۴۲ ورځنۍ روزنیزې او مسلکي دورې له بشپړولو وروسته فارغ شول.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي په نننیو مراسمو کې وویل د افغان ولس د قربانيو په پایله کې اسلامي نظام حاکم شوی او باید ساتنه یې وشي.
هغه وویل: «زموږ د قربانیو موخه دا وه چې اشغالګر له هېواده وباسو، اسلامي نظام حاکم شي چې له نېکهمرغه دا دواړه موخې د سترو قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې… نو که په صفونو کې وحدت، نظم وي او په خپلو منځنو کې محبت کوونکی واوسئ، هېڅ کله په نظام کې تزلزل نه راځی او باید د اومراو اطاعت وکړو.»
هغه زیاته کړه، اړینه ده چې د یوه جرم له ترسره کېدو وړاندې د هغه مخه ونیول شي خو که جرم ترسره شي نو باید «په ښه، تخنیکي او مسلکي ډول شناسايي شي څو قاضیان ورته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې سزا وټاکي.»
دی زیاتوي، ستاسو اخلاق باید ښه او اسلامي وي څو خلک وپوهېږي چې اسلامي نظام داسې وي او له تاسو یې زده کړي.
د کورنيو چارو وزارت د دفتر مشر مولوي ذینالله عابر هم په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې دغه نظام د سترو قربانیو په ورکولو ترلاسه شوی او باید ساتنه یې وشي.
هغه وویل: «نن خلک ستاسو په تمه د ارام خوب کوي…. نو باید له خلکو سره ښه سلوک وکړئ. ځینې کسان داسې کړنې ترسره کوي چې د ولس د ناراضیتۍ سبب کرځي او باید مخه یې ونیول شي.»
د کابل والي مولوی امینالله عبید په نننۍ ناسته کې وویل: «دا فراغت د دې لپاره نه دی چې بستونه پرې ډک شي بلکې دا فراغت د اسلامي نظام د پرمختګ او پیاوړتیا لامل کېږي.»
هغه زیاته کړه، اسلامي امارت پر ټول هېواد حاکمیت لري، امنیت ټينګ شوی نو پانګوال او صنعتکاران باید دلته پانګونه وکړي.
د کابل امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال مولوي محمد شاکر سعد هم په دغه غونډه کې وویل، اوسنۍ مبازره د دې لپاره ده چې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم او شریعت نافذ شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن