جلالاباد (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د یوناما سیاسي مرستیالې د دغه ولايت له سوداګرو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه ناسته کړې ده.
په دغه ناسته کې د یوناما سیاسي مرستیالې ويلي له دې ناستې یې موخه دا ده څو د سوداګرو پر ټولو هغو ستونزو چې پاکستان کې ورسره مخ دي، بحث وکړي څو د حل لپاره يې اقدام وشي.
د ننګرهار ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د لړم په ۸مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د يوناما سياسي استازې مېرمن جورجېټ ګنګون پرون د ننګرهار سوداګرو سره په دغه خونه کې ناسته کړې ده.
د سرچینې په وينا، په ياده ناسته کې د ننګرهار سوداګرو له پاکستان سره د سوداګرۍ پر ستونزو او ننګونو خبرې کړي او خپلې ستونزې يې شریکې کړې دي.
په دې ناسته کې د ننګرهار يو سوداګر ګلمراد عرب ويلي، سوداګري باید له سیاست نه جلا او په پاکستان فشار راوړل شي څو د سوداګرو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.
دغه راز، د سوداګرۍ خونې يوه غړي زلمي عظیمي په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې ویلي، په کراچۍ کې د افغان سوداګرو مالونو توقف، نوي اصول او تعرفې وضع کول، د میوې او سبزۍ په موسم کې تورخم لارې بندول او د لارې په اوږدو کې مختلف موانع پیدا کول لویې ننګونې دي چې افغان سوداګر ورسره مخ دي.
دغه راز، د سوداګرۍ خونې د رهبرۍ غړي ډاکټر مخلص احمد په خپلو خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ د اپټا تړون پر عملي کولو، کراچۍ بندر کې د اسانتياوو رامنځته کولو او ځينو نورو برخو کې د ستونزو پر حل ټينګار کړی دی.
د سوداګرۍ خونه وايي چې په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازولۍ او د مرستندویه پلاوي (یوناما) سیاسي مرستیالې جورجیت ګنګون وويل، له دې ناستې یې موخه د سوداګرو ټولې هغه ستونزې چې پاکستان کې ورسره مخ دي، اورېدل او له پاکستانيو چارواکو سره يې د حل په موخه شریکول دي.
هغې زیاته کړه، له ټولو هغو ستونزو څخه چې په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړې شوې دي، خبره ده، ټینګار یې وکړ چې ټولو ستونزو ته به د حل لارې ولټوي.
د يادولو ده چې مېرمن ګنګون پرون د ننګرهار له مرستيال والي مولوي عزیزالله مصطفی سره هم په ولایت مقام کې د لیدنې پرمهال په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن