ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
29 Oct 2024 - 22:37
یوه هندي شرکت افغانستان کې د برېښنا تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
29 Oct 2024 - 22:37

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د یوه هندي شرکت مسؤلینو د دغه وزارت له سرپرست سره په لېدنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د نجیب سلیمان په نوم د یوه هندي شرکت شرکت له مرستیال منور لال سره وکتل او د برېښنا د تولید په اړه یې خبرې وکړې.

سرچېنې لیکلي چې په دغه لېدنه کې د یاد شرکت مرستایل ویلي، چمتو دي چې په افغانستان کې د برېښنا انرژي د تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړي د پانګونې د هرکلي ترڅنګ یادونه وکړه، چې اوسمهال له هره پلوه په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

منصور ټينګار کړی چې د اړینو همغږیو د رامنځته کولو لپاره غوره ده، د وزارت او د نوموړي شرکت تخنیکي ټیمونه د پانګونې د څرنګوالي او د پروژې د ځای د ټاکلو په هکله هوکړې ته ورسيږي؛ ترڅو د پروژې د اغېزمنتوب څخه ډاډ تر لاسه او د پلي کولو زمینه چمتو شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.