Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې له طبیعي پېښو زیانمنې شوې کورنۍ د سرپناه غوښتنه کوي

مهترلام (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د ژمي موسم په را رسېدو سره لغمان کې یو شمېر هغه کورنۍ چې د روان کال په اوږدو کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې او کورونه یې ویجاړ شوي، له حکومت او مرستندویه ادارو د سرپناه جوړېدو غوښتنه کوي.

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د بدیع‌الاباد اباخېلو سیمې یو اوسېدونکی رحیم‌الله چې پنځه میاشتې مخکې یې د سېلابونو له امله کور ویجاړ شوی، له اسلامي امارته غواړي چې سرپناه ورته جوړه کړي.

نوموړي وویل: «زه غریب او ناچاره یم، دا اوس په کرایي کور کې د غربت ژوند لرم، له حکومت او له ټولو خیریه بنسټونو غواړم چې د ژمي له را رسېدو مخکې راته یوه مناسبه سرپناه جوړه شي.»

د یادې سیمي یو بل اوسېدونکی صفی‌الله وايي: «شاوخوا پنځه سوه زره افغانیو په ارزښت راته زیان اوښتی، دوه کوټې او د انګړ یو طرف دېوال مې د تېرو سېلابونو راوتو له امله په مکمله توګه ویجاړ شوي، غوښتنه مې دا ده چې دولت دې راسره مرسته وکړي.»

دغه راز، د دولت‌شاه ولسوالۍ د اټوک سیمې اوسېدونکې لاجورد وايي، کونډه ده او کور یې څه موده وړاندې په سېلابونو کې نړیدلی چې اوس په کرایه کور کې ژوند کوي.

هغې وویل: «زه کونډه یم اوس په کرایي کور کې اوسېږم، له حکومته د نورو مرستو ترڅنګ د یوې کوټې د جوړېدو غوښتنه کوم.»

همدارنګه، د الینګار ولسوالۍ د چنچار پل سیمې اوسېدونکي شېر زمان وویل: «اته ورځې مسلسل باران و ورېده، د شپې ۱۱ بجې وې چې ناڅاپه مو د کوټې چت رامات شو، زه او ماشومان مې ترې لاندې شوو، یو زوی مې په‌کې مړ شو، مونږ خدای وساتلو، اوس کور او کوټه نه‌لرم، مونږ سره باید مرسته وشي.»

نوموړی وایي، هوا سړه شوې او دی له خپلو کوچنیو ماشومانو سره په خیمه کې ژوند کوي او که مرسته ورسره ونشي، د ژمې په را رسېدو سره به یې ژوند لا ډېر تریخ شي.

ورته مهال، دغه ولایت کې طبیعي پېښو ته د رسېدو او چمتووالي ریاست مسوولین هم مني چې روان کال د ورښتنو او سېلابونو له امله سلګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د یاد ریاست رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېر یو نیم کال کې د سېلابونو د راوتو او شدیدو بارانونو له کبله په مرکز مهترلام او پنځه‌ګونو ولسوالیو کې۶۵۰ د اوسېدو کورونه ویجاړ شوي چې اوسېدونکي یې اوس هم له ګڼو ستونزو مخ دي.

نوموړي وویل، دوی د یادو کورنیو نوملړ له وزارت او خیریه بنسټونو سره شریک کړی او هیله‌مند دی چې په نږدې راتلونکې کې به ورته د کورونو او سرپناه برابرېدو برخه کې عملاً کار پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.