پلعلم (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.
د لوګر عامې روغتیا ریيس حافظ سیدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د کابل –لوګر پر لویه لار د حبیب کلا په سیمه کې دوه سراچه موټرونو ټکر کړی دی.
هغه وايي چې له دې پېښې څلور مړي او درې ټپیان ولایتي روغتون ته راوړل شوي دي.
ده وویل چې په مړو کې دوه ښځې، یو ماشوم او یو سړی شامل دي.
د ده په وینا، په ټپيانو کې د ځينو کسانو روغتیايي حالت نازک و، هغوی د ښه درملنې په موخه پلازمېنې کابل ته انتقال شوي دي.
د یادې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ او یا هم ګړندي تګ له امله رامنځته کېږي.
یاده پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې تېره اونۍ د ترافیکو له لوري د کابل – لوګر پر لویه د موټرو د ګړندي تګ د مخنیوي هلې ځلې هم پيل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP