لښکرګاه (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۳): هلمند کې نن کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه درې ورځنی ملي نندراتون پرانیستل شو.
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې نن د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شو.
د یاد ننداتون مسوول ضیاءالدین زلمي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد نندارتون د درېیو ورځو لپاره پرانیستل شوی چې موخه یې کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو ته بازار موندنه ده.
نوموړي زیاته کړه: «دغه ننداتون کې د هلمند ترڅنګ د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شرکتونو برخه اخیستې ده چې په ۶۰ غرفو کې صنعتکارانو او ملي سوداګرو خپل محصولات نندارې ته ایښي دي.
ورته مهال، د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال مولوي فضلمحمد فضلي وویل، دغه نندارتون د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړ شوی چې موخه یې کورنیو تولیداتو ته د بازار پیدا کول دي.
هغه وویل: «موږ غواړو نورو هېودانو کې خلکو ته وښیو چې هلمند کې څو ډوله تولیدات شتون لري او څومره فابریکې دلته فعالیت لري او څه تولیدوي، څو د دغه ولایت له صنعتي برخې څخه هم خلک خبر شي.»
نوموړي دغه راز وویل، دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې یو ملي نندارتون پرانیستل کېږي او په خبره یې چې هڅه کوي په راتلونکې کې دغه ډول نور نندراتونونه هم جوړ کړي.
ورته مهال، هغه صنعتکاران چې خپل محصولات یې ننداري ته ایښي، د دغه ډول ننداتونونه جوړول یو مهم اقدام بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP