Language

له ۱۹ کلنو کم‌عمره اسیا جام او له پاکستان او اماراتو سره د لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلونو کم‌عمره اسیام جام سیالیو او د پاکستان او اماراتو د لوبډلو پر وړاندې د درې اړخیزو سیالیو لپاره ۱۸ کسیزه افغان لوبډله اعلان کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې اړخیزه لوبلړۍ کې د ګډون په موخه د روان کال د نومبر میاشتې په ۹مه عربي اماراتو ته ځي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن په همدې موخه د افغان لوبډلې ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړ چې ۱۵ لوبغاړي یې د عمومي نوملړ او درې نور احتیاطي لوبغاړي یې د فرعي نوملړ برخه دي.

په دغه نوملړ کې محبوب تسکین لوبډلمشر، عزیزخان، فیصل‌خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخېل، حمزه‌علي خېل (ویکټ ساتونکی)، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت‌الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم خېوه‌وال، حفیظ ځدراڼ، الله‌محمد عضنفر او نصیر معروف خېل شامل دي.

کرکټ بورډ ویلي چې په یاد نوملړ کې روح‌الله عرب، وحید ځدراڼ او سلمان خان د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.

سرچینې ویلي، دغه نوملړ د پاکستان او اماراتو سره د درې اړخیزو سیالیو او د ۱۹ کلنو اسیا جام دواړو لویو لوبلړیو لپاره غوره شوی دی چې لوبغاړو یې له څو پړاونو او کمپونو وروسته د وړتیاوو ښودلو په پایله کې دغه نوملړ ته لاره موندلې ده.

سرچینې زیاته کړې، د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان نوولس کلنو ځوانانو ترمنځ به د سیالیو دغه لوبلړۍ د راتلونکې نومبر میاشتې له ۱۳مې تر ۲۶مې نېټې پورې ترسره شي.

 کرکټ بورډ ویلي، په دې لوبلړۍ کې به افغانستان د نومبر په ۱۵ له پاکستان، په ۱۸مه له اماراتو،  په ۲۰مه له پاکستان او د نومبر په ۲۴مه به له اماراتو له ۱۹ کلن ټیم ولوبېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د دغو درې اړخیزو سیالیو پایلوبه به بیا د نومبر میاشتې په ۲۶مه د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

سرچینې د افغانستان د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مشر احمدشاه سلیمانخېل له قوله لیکلي: «موږ له څه مودې راهیسې له ۱۹ کلنو کم‌عمره ځلېدلو لوبغاړو ازموینې واخیستې، بېلابېل تمریناتي او ښوونیز کمپونه مو ورته چمتو کړل چې په پایله کې مو ترې یاد لوبغاړي په نښه کړي او زه ډاډمن یم چې په درې اړخیزه لوبلړۍ او تر دې چې د نوولس کلنو کم‌عمره لوبغاړو په اسیا جام سیالیو کې به هم ښه وځلېږي.»

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان ۱۹ کلنه لوبډله به له یادو سیالیو وروسته د نوولس کلنو په اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د نومبر میاشتې په ۲۹مه پیلیږي.