ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شو

کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شو

author avatar
30 Oct 2024 - 16:57
کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شو
author avatar
30 Oct 2024 - 16:57

کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): وزیرانو شورا پرېکړه کړې چې په لومړي درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شي او له دغه مدرکه پر رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې د درېیو کلونو موده کې په قسطونو ورکړل شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبرپاڼې له مخې، دې کمېټې په تېرو څو میاشتو کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له مسوولینو، د اسلامي امارت له ویاند او د اترا په ګډون له یو شمېر سیمه‌ییزو ادارو سره د عدالت غوښتنې بېلابېلې ناستې ترسره کړې څو په لومړي درجه ولایتونو کې د راډیوګانو او ټلوېزیونونو د فریکونسي فیسونه کم او د تېرو کلونو پاتې پیسې په قسط‌وار ډول تادیه کړل شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له لوري د روان کال د زمري میاشتې په ۳۰مه یاد وزارت ته په دې اړه مکتوب ولېږل شو چې په تړاو یې د کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو د انځوریزو او غږیزو رسنیو غوښتنلیکونه هم ضمیمه وو او له یاد وزارته غوښتنه وشوه چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

سرچینه زیاتوي چې د دغو هڅو په پایله کې او یاد وزارت په همکارۍ د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې په لومړي درجه ولایتونو کې دې د رسنیو د فریکونسي جوازونو فیس ۵۰ سلنه کم شي او له دغه مدرکه پر رسنیو د تېرو کلونو پاتې پیسې دې په درېیو کلونو کې په قسطونو ورکړل شي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت یاده پرېکړه په لومړي درجه ولایتونو کې د رسنیو د پایښت او ځواکمنتیا لپاره اغېزناک ګام بولي او له حکومته غوښتنه کوي څو د رسنیو د کار پر وړاندې د پاتې نورو ننګونو د حل لپاره هم اقدامات وکړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.