Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جوزجان کې د نوري فایبر غځولو پروژې چارې پیل شوې

جوزجان کې د نوري فایبر غځولو پروژې چارې پیل شوې

author avatar
30 Oct 2024 - 15:18
جوزجان کې د نوري فایبر غځولو پروژې چارې پیل شوې
author avatar
30 Oct 2024 - 15:18

شبرغان (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): ځایي سرچینې جوزجان ولایت ته د نوري فایبر غځولو پروژې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې چې د درېیو کلونو موده کې به بشپړه شي، د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د افغان ټیلي‌کام د شمال زون رییس انجنیر محمدنسیم نظري د نوري فایبر له ملي شبکې سره د جوزجان نښلولو پروژې چارو د پیل مراسمو کې وویل، دغه پروژه به د اویا میلیون افغانیو په لګښت د درېیو کلونو په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې په کار کې چې د «سمارټ تج» شرکت له لوري مخ ته وړل کېږي، کيندنه، پایپ او د نوري فایبر کېبل اچول شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پروژه کې په مستقیم ډول د څلور سوه کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې په وینا، د یادې پروژې په بشپړېدو سره حکومتي ادارې او د جوزجان اوسېدونکي ارزان او باکیفیته انټرنېټ ته لاسرسی پيدا کوي.

هغه څرګنده کړه چې د افغان ټیلي‌کام ادارې ټول کارکوونکي او انجنیران افغانان دي او هغوی د خپلو کارونو مخې ته وړلو لپاره هیڅ بهرني ته اړتیا نه ‌لري.

د جوزجان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي ثناءالله معصوم وویل، دوی هڅه کوي چې د افغان ټیلي‌‌کام برخه کې په پانګونو سره له خصوصي انټرنېټ سره سیالي وکړي څو خلک له ارزان او ښه انټرنېټه کار واخلي.

د جوزجان والي قاري ګل‌حیدر شفق وايي، اوسمهال امنیت په بشپړ ډول تامین شوی او په بېلابېلو برخو کې لویې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت اوسېدونکي اوس له نسبتاً ضعیف انټرنېټه کار اخلي چې د منلو وړ نه ده.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشران په کرار کرار ټولو خلکو ته خدمتونه رسوي او له دې وروسته به خلک د اسلامي امارت د مسوولینو له لوري د ډېرو خدمتونو شاهدان واوسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.