Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د نهو سړکونو د قیرکولو چارې پيل شوې

فراه ښار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۳): د فراه ولایت په مرکز کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د فراه ښاروال مفتي سردار محمد مرصاد وویل چې د ښار په مختلفو ناحیو کې د ۲۳۵۰ متر په اوږدوالي د نهو سړکونو د قیر کولو چارې پيل شوې.

هغه وايي چې د یادو سړکونو پر قیرکولو ۲۸،۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له بودجي څخه ورکول کېږي.

مرصاد زیاتوي چې د یادو سړکونو د پخولو چارې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړېږي.

‎ورته وخت کې، د فراه ښار د دویمې ناحیې یوه اوسېدونکي عبدالسلام پژواک ته وویل چې په سیمه کې د یوه سړک د قیر کولو چارې نن پيل شوې.

هغه وايي: «دا سړک تر اوسه خام و، هر وخت به خاورې او دوړې وې، اوس چې له خیره سره جوړ شي دا مشکلات به حل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکو د سړکونو له خاموالي شکایتونه کړي وو او د پخېدو غوښتنه یې کړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.