کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د کابل علياباد تدریسي روغتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې درې پوړیزې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخالحدیث مولوي نداءمحمد ندیم، د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا د دغه پوهنتون اړوند په علياباد تدریسي روغتون کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ چې د غونډو تالار، د پایوازانو انتظارخونه او د درملو ګودام به ولري، د جوړېدو ډبره کېښوده.
خبرپاڼه کاږي، د یادې ودانۍ مالي لګښت د ملي سوداګر حاجي وحید حفیظي له لوري ورکول کېږي چې چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د خبرپاڼې په حواله، د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست له حاجي وحید حفیظي د مننې ترڅنګ له ناروغانو سره مرسته کول د نوموړي لپاره د دنیا او اخرت ستر خیر یاد کړ او له نورو سوداګرو یې هم وغوښتل چې د خپل مظلوم ولس لاسنیوی وکړي.
د علياباد تدریسي روغتون د مسوولینو په وینا، د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دغه روغتون ډېرې ستونزې حل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP