ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۳) د پکتيا په درېیو ولسوالیو کې د ۳۱ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د احاطې دېوالونه، تشنابونه او څښاک پاکو اوبو سیسټم برابر شول.
د پکتيا پوهنې رییس مولوي عبدالقيوم فاروقي د مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د يادو پروژو د ګټې اخيستنې مراسمو کې وويل چې درېيو ښوونځيو ته په زرمت، دوو ته په څمکنيو ولسوالۍ او يو ښوونځي ته د مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د احاطې دېوالونه، پاکو اوبو سيسټم او معياري تشنابونه جوړ شول.
هغه وویل، پر یادې پروژې ۳۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت شوی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق له لوري ورکول شوی دی.
فاروقي زياتوي چې يادو شپږو ښوونځيو له دې مخکې د احاطې دېوالونه، پاکې اوبه او تشنابونه نه درلودل چې زدهکوونکي يې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.
ورته وخت کې، د يادو سيمو اوسېدونکي او د ښوونځيو زدهکوونکي هم د يادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي.
د ميهلن سيمې يوه اوسېدونکي سيف الملک پژواک ته وويل چې له دې مخکې يې د سيمې ښوونځي احاطه، پاکې اوبه او تشنابونه نه درلودل چې له امله يې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ و.
هغه له مسولينو وغوښتل چې ښوونځيو کې د استادانو او کتابونو کمښت ستونزې حل لپاره دې هم عملي ګامونه واخلي.
دغه راز د ميهلن سيمې د نوراشاه خان ښوونځي سيف الرحمن پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې يې ښوونځي احاطه، پاکې اوبه او تشنابونه نه درلودل چې دوی له ستونزو سره مخ و.
هغه وويل چې اوس به په ارامه او خوندي فضا کې زده کړې وکړي.
د پکتيا پوهنې رياست مسولينو ژمنه وکړه چې په ښوونځيو کې د استادانو او درسي کتابونو کمښت ستونزه به هم ژر حل کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن